د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست  د علمي بورډ د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۵:۱۶
د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست  د علمي بورډ د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزارت د نصاب ریاست د رئیس مفتي عزت الله نوري په مشرۍ د یاد ریاست د علمي بورډ د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره او پکې (د تعلیمي نصاب د پراختیا د بهیر، نوښت او ابتکار)  تر عنوان لاندې پریزینټیشن  وړاندې شو.
په یاده ناسته کې د تعلیمي نصاب په اړه علمي او تخنیکي بحثونه  او  د موجودو تخنیکي، مسلکي او علمي ستونزو په هکله تفصیلي مذاکرات ترسره شول.
په مجلس کې پرېکړه وشوه چې د تعلیمي نصاب د ریاست  د اړوندو کارونو د چټکتیا او سمون په موخه به یو منظم کاري پلان جوړېږي او د وزارت د مقام تر منظوري وروسته به په عملي ډګر کې پلی کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS