په کندز ولايت کې د کاساني مدرسې ٢٨ تنه زده کوونکو دستار بندي
په دې مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وه، ۱۵ تنه زده کوونکې د حدیثو له دورې او ۱۳ تنه نور د قرآن عظیم الشان له حفظ څخه فارغ شول، فارغانو ته د دستار بندي مراسم ترسره شوو.
په دې مراسمو کې د پوهنې ریاست رهبرۍ سربېره د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو هم ګډون کړی و.
ويناوالو هر یو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وويله او په ټولنه کې يې د علماوو د مقام او رول په اړه او د علم او پوهې په اهميت خبرې وکړې.
مراسم د دستار تړلو او فارغانو او حافظانو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسید.
