د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پيل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۹:۵۲
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پيل شوه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې په  ګډون د ۲۳ ښوونځيو ۵۰ ښوونکو ته د تجربوي زده کړو روزنه پيل شوه. 


په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې،چې د ناظر کلا په منځني ښوونځي کې جوړه شوې وه د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مدير ښوونمل قاري محمد يعقوب اورمړ او د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمريت استازو برخه اخيستې وه.


دا لس ورځنۍ روزنه، د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت د کدري او مسلکي استادانو له خوا ور کول کېږي. 


په دغه روزنه کې،ښوونکو ته د ساينسي او رياضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په اړه عملي زده کړې ور کول کېږي، څو د هغوى علمي او مسلکي سويه لوړه شي. 


د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز وايي، چې د برکي برک، څرخ،محمدآغې، خروار او ازرې ولسواليو ښوونکو ته يې هم ورته روزنيز پروګرامونه ترتيب کړي دي.

هغه زياته کړه،چې د يادو روزنيزو پروګرامونو له لارې به د ساينسي او رياضي مضمونونو    ۱۸۵نور ښوونکي هم وروزل شي. 


د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په لوګر کې  د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي په  ياده برخه کې روزل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS