د بغلان د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۰:۵۰
دیدار رئیس معارف بغلان با مسئولان نهاد های تعلیمی خصوصی

د بغلان د پوهنې ريیس محمد نور عزیزي د یاد ریاست په ودانۍ کې د خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړه. په ياده غونډه کې د بغلان د پوهنې رييس سربېره د پوهنې ریاست اړوند مسوولان او د خصوصي ښوونځیو مدیرانو ګډون کړی وو.
د خصوصي ښوونځیو مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه بیان او ورپسي د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونځیو مسئولینو ته د اړوندو مقرراتو د پلي کیدو تر څنګ يو شمېر لازمي لارښوونې وکړې، نوموړي زياته کړه چې، په ښوونځیو کې باید د نجونو او هلکانو ټولګي بیل او انجونو ته ښځېنه ښوونکې تدریس وکړي، د دیني علومو ښوونکي باید دیني عالمان وي، دیني علومو او دیني تدریسي ساعتونو ته دي ځانکړې پاملرنه وشئ، زده کوونکي باید په ښه ډول وروزل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS