د پوهنې وزارت او (UNDP) تر مینځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پوهنې وزارت او UNDP مرستندویه ټولنې ترمینځ د افغانستان دپوهنې د نظام سره د مرستې بیا پیل لپاره د همکارۍ تړون د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ولسمشر د سلاکار سریر احمد برمک په شتون کې لاسلیک شو.
د یاد تړون د لاسلیک پرمهال، د یادې موسسې استازي ښاغلي عبدالله الدارداري د پوهنې وزارت د کړنو ستاینه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د تعلیمي پروژو د تمویل لپاره به خپله همکاري بیا پیل کړې ده.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرستې د تیرو کلونو په اوږدو کې د یادې موسسې همکارۍ ته په اشارې سره د نوې همکارۍ پیل یې وستایه او هیله یې وښوده چې موږ به وکولی شو د موجوده برنامو او پروژو په پلي کولو له دې مرستې اعظمي ګټه پورته کړو.
اغلې رنګینې حمیدي د UNDP استازي څخه د تعلیمي اسانتیاو برابرولو او د وزارت برنامو د ملاتړ په موخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
سریر احمد برمک د پوهنې وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره، په ځانګړي ډول د اصلاحاتو د پلي کولو په برخه کې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د هیواد د پوهنې سیسټم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پاملرنې په مرکز کې دی او هڅه کوي چې د ښوونې او روزنې د نظام د کمي او کیفي ودې د لا پراختیا په موخه د دې وزارت سره د بیلابیلو برنامو په پلي کولو او تشکیلاتی جوړښت په را مینځته کولو کې همکارۍ وکړي.
