د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زدهکوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زدهکوونکو ته یې وسپارلې.
یاد وسایل د دغه ریاست له عادي بودیجې څخه د ۷۹۰۲۵ افغانیو په لګښت ترمیم شوي دي.
