د کابل ښار ښوونځیو کې د کتاب راټولولو کمپاین لا بریالی دى
پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار پوهنې ریاست د مشر تابه او د ښوونځیو د مدیرانو په هڅې او همکارۍ هغه درسي کتابونه چې د زده کوونکو په کورونو شته خو ګټه ترې نه اخیستل کیږي د نورو زده کوونکو د استفادې په موخه راټول شول، چې په دې لړ کې یو شمیر زده کوونکو په رضاکارانه ډول ۷۶۰۰ ټوکه کتابونه د نورو زده کوونکو د ګټې اخیستنې لپاره لاندې ښوونځیو ته سپارلي.
- د غلام حیدر خان عالي لېسې زده کوونکو ۵۵۰۰ ټوکه کتابونه
- د سلطان راضيه ليسې زده کوونکو ۷۰۰ ټوکه کتابونه
- سید الناصري ښوړنځي زده کوونکو ۷۰۰ ټوکه کتابونه
د جمال مینې ۱۹ نمبر ښوونځي زده کوونکو ۷۰۰ ټوکه کتابونه .
د کابل ښار د پوهنې ریاست مشرتابه د ښوونځیو د مدیرانو هڅې ستايي او د ښوونې او روزنې سیستم څخه د خلکو د ملاتړ هرکلی کوي.
