د پوهنې وزارت سرپرستې د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل
د پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او مخورو خلکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ مشرانو او مخورو د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه ملاتړ وکړ، او د یادې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې ځینې ننګونو او نیمګړتیاو په اړه لکه د نجونو لپاره د ښوونځيو جوړول، د ښوونځیو د ودانیو ترمیم ، د درسي کتابونو کمښت اود یو شمیر نورو اداري مواردو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ مشرانو وویل: تر دې دمه د ارګون ولسوالۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي وویل: د معارف په چارو کې د سترو ننګونو او خنډونو د برطرفه کولو په پار نوې برنامې لري او په پام کې ده چې د ټولنې محرومو قشرونو ته لا توجه وشي.
د هغې په وینا ښوونې او روزنې ته لاسرسی د هر وګړي مسلم حق دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت رهبري به د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې انډول په پام کې نیسي.
