په لوګر ولایت کې دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۱۹
په لوګر ولایت کې دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د حاجیانو او بره کي برک ولسوالۍ د دستګیر کوچي لومړني ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یادې ودانې په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې د اقرا برنامې لخوا جوړ شوي، چې هره ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشنابونه او نوري اړیني اسانتیاوي لري، چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره د ۲۲۰ نجونو په ګډون ۴۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو ښوونځیو پر جوړولو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې مخکې نوموړو ښوونځیو ودانۍ نه درلودې او زده کوونکو ته به یې په شخصي کورونو کې زده کړې کولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د غور ولایت معتادینو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ شول

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند معتادینو په کمپ کې د سواد زده‌کړې څلور ټولګي جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسئولین وایي: دغه ټولګي د ۱۳۰ تنو معتادینو د. . .

BACK TO NEWS