د غور ولایت معتادینو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
555

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند معتادینو په کمپ کې د سواد زده‌کړې څلور ټولګي جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسئولین وایي: دغه ټولګي د ۱۳۰ تنو معتادینو د سواد زده‌کړې، د هغوی د پوهاوي کچې لوړولو او بېرته سالم ژوند ته د راستنېدو په موخه جوړ شوي دي.
مسئولین همدارنګه زیاتوي چې د یادو کورسونو ګډون‌والو ته درسي کتابونه او قرطاسیه هم وېشل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS