د بامیان او دایکندي ولایتونو د ماسټر ټرینرانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۹:۱۴
د بامیان او دایکندي ولایتونو د ماسټر ټرینرانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_بامیان: د بامیانو او دایکندي ولایتونو د ماسټر ټرینرانو لپاره د ظرفیت لوړولو روزنیز ورکشاپ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو، د یونیسف استازي او له مرکز څخه لیږل شوي پلاوي په شتون کې پیل شو.

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري معین محمد عوض حیدري د دې روزنیز ورکشاپ تنظیم کونکو ته د مننې په ویلو سره د بامیان او دایکندي ولایتونو ماسټر ټرینرانو لپاره اوسنی فرصت ارزښتناک وباله او له ګډون والو یې وغوښتل چې په ۵ ورځو کې له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

د څارنې او ارزونې په برخه کې د ماسټر ټرینرانو روزنیز ورکشاپ چې تر پنځو ورځو پورې به دوام ولري د بامیانو او دایکندی ولایتونو د ښوونکو د روزنې شل تنه ښوونکي او د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د نظارت غړي پکې ګدون لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په تخار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۵۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول،. . .

BACK TO NEWS