کونړ کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۱:۱۹
کونړ کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

پوهنې وزارت _کونړ: د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې دشینکوړک دانجونو دلېسې نوې جوړه شوې ودانۍ دیولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د سویډن ګمتي  په مالي مرسته د  لس میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د احاطی دیوال، د زده کوونکو لپاره ۱۲۰ پایی دوه نفری چوکۍ او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې دکونړولایت مرستیال والي ګل محمد(بیدار)دپوهنې رییس مجیب الرحمن(همدرد)په ختيځ کې دسویډن کمېټې مشرخالد(فهیم)سکتوري رئيسانواودشيګل اوشلطن ولسوالانو پکي ګډون کړی وو.
مرستیال والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هځې وکړي.
د کونړد پوهنې رییس مجیب الرحمن(همدرد)  دشیګل ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي دي. 
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS