All News
د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پيل په هکله د پوهنې سرپرست وزیر پیغام
د خوښی ځای دی چې یوځل بیا د روان کال په جریان کې د هېواد په تودو سیمو کې د ښوونځي زنګ کړنګول کیږي، او زه د پوهنې وزارت د مشرتابه په توګه د پوهنې کاروان ته مبارکې وایم.
خوشحاله یم، چې د. . .
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال په دوو دولتي ادارو کې د سواد او حرفوي زده کړو له درېیو کورسونو څخه لیدنه وکړه.
په لیدل شویو کورسونو کې د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د حرفوي او سواد آموزی او دغه راز د پل علم په ښاروالۍ کې د سواد آموزی کورسونه شامل دي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د سواد آموزی. . .
پکتیا کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت مرکز او ولسوالیو د سیمیزو زده کړو ټولګیو ۱۸۴ تنو ښوونکو ته دبیا تازه کولو یا (Refresher) تر نوم لاندې ورکشاپ پیل شو.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي. . .
د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند نهايي شو
د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند چې د افغانستان ښوونې او روزنې بنسټیزو اصلاحاتو په لاره کې یو له مهو او تاثیرلرونکو اسنادو څخه دی نهايي او وڅيړل. . .
په ننګرهار کې د پوهنې په برخه کې د عدالت غوښتنې کمپاين پیل شو
پوهنې وزارت_ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې د بشري مرستو پياوړتيا موسسې په همکارۍ پر جلال اباد ښار سربېره د بهسودو او سره رود ولسواليو د ښوونيزو ستونزو د اواري لپاره د عدالت غوښتنې کمپاين. . .
هلمند کې کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند د مرکز او ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۹۶ تنه ښوونکو ته د پیداګوژۍ او ماشوم ساتني په اړه پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو
دغه ورکشاپ د ای ار سي موسسې له لوري جوړ. . .
د پوهنې وزارت مشرتابه او ACR د ښوونځي څخه وړاندې ماشومانو لپاره د لوست نمونو په موخه غونډه تر سره کړه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او ACR(The Afghan Children Read) تر مینځ د ښوونځي څخه وړاندې ماشومانو لپاره د لوست نمونو او طرحو په اړه غونډه تر سره شوه.
دا غونډه چې ېوهنې. . .
د پراختیا څپو پروسې (روند موج توسعه) د پوهنې وزیر غوره کړنې او کارونه وستایل
پوهنې وزارت- کابل: د پراختیا څپو پروسې (روند موج توسعه) غړو د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کې، د افغانستان پر ښوونې او روزنې د پوهنې وزیر د تاثیر لرونکو کارونو څخه. . .
پوهنې وزیر د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو رضاکاره کمپاین له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو کمپاین غړو څخه مننه او د هغوي کړنې يې وستایلې چې په رضا کاره ډول په ۲۱ ولایتونو کې د درسي کتابونو. . .
