په لغمان ولایت کې له ۲۴۲ بې وزله زده کوونکو سره مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۹:۵۹
برای ۲۴۲ تن دانش آموزان بی سرپرست در ولایت لغمان مواد کمک شد

د HHRD موسسې د  هر یو بې وزله زده کوونکي سره د قرطاسیې، د ښوونځي بکس، غوړي، جامې، بوټونه او ۸۰۰ سوه افغانۍ نغدي مرسته وکړه. 

د ياد شوي موسسې استازي ذبيح الله شېرزاد د يادو توکو د وېش پر مهال وويل: د یتیمانو او بې وزله ماشومانو سره مرسته د زده کړې په برخه کې د دوی د پرمختګ موخه ده ترڅو دوی د زده کړې په بهیر کې د نورو ماشومانو څخه وروسته پاتې نشي. 

له بلې خوا د دغه ولايت د پوهنې رياست رییس شاه ولي نقشبندي د ياد موسسې د پوهنې په برخه کې  ملاتړ تاريخ ته په اشارې سره د ياد موسسې له مشرتابه مننه وکړه.

د چارواكو په وينا، دغه مؤسسه به مستحقو زده كوونكو ته درې بايسكلونه او د ګنډلو درې ماشينونه د پچه آچونې په چوکاټ کې هم ووېشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS