کندهار کې د پوهنې کارکونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۲:۴
کندهار کې د پوهنې کارکونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار د پوهنې ریاست اړوند د پلان مدیریت، د دیني مدارسو او خصووصي ښوونځیو مسوولینو ته د وړ تیا لوړولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د کندهار پوهنې ریاست په همکاری او CBA موسسي په مالي مرسته جوړ شوی، چې د پوهنې ریاست د پلان مدیریت کارکونکو، د دیني مدارسو او خصوصي ښوونځیو مسوولین پکې برخه لري.
د ورکشاپ ګډونوالو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د احصایې او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د کندهار د پوهنې رئیس استاد محب احمد روښان د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د کارکوونکو وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست د روران کال له پیله د خپلو ښوونکو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه یې زیات شمیط کارکوونکي د ظرفیت لوړولو په برخه کې روزل شويدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS