کندهار کې دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې
پوهنې وزارت، کندهار: د کندهار ولایت مرکز پورې اړوند د شهید عظیم الله د هلکانو لېسې او د مرغان ابتدائیه ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ودانیو پرانیست غونډه کې، مرستیال والي الحاج حاجي آغا لالي دستګیري، د پوهنې رئیس پوهنیار محب احمد روښان، د (UNHCR) دفتر استازو تکاشي موریاما او ډاکټر شیراحمد شاکر، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د ښوونځيو امرانو ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
یادې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته د ۴۲۷ زره او ۴۴۷ امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د ۸ میاشتو په موده کې جوړې شوي، چې د شهید عظیم الله ښوونځي ودانۍ، ۸ ټولګي او نوري اړینې ښوونیږي آسانتیاوي لري.
همدارنګه د مرغانو ابتدائیه ښوونځی، ۱۰ ټولګي، لابراتوار خونه، کمپیوټر لب ، ۴ اداري خونې ، ٦غرفې عصري تشنابونه، د لمریزې بریښنا سیسټم او د ورزش لوبغالي لري.
د غونډې په پیل کې د پوهنې رئیس پوهنیار محب احمد روښان د (UNHCR) دفتر له مالي مرستې مننه وکړه زیاته یې کړه: د پوهنې ریاست هڅه کوي چې د پوهنې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
ورپسې مرستیال والي الحاج آغا لالي دستګیري خبرې وکړې، نوموړي هم د یادې موسسې له داخلي او بهرني چارواکو مننه وکړه، چي تل مدام پوهنیز بهیر ته پاملرنه کوي.
همدا راز د سیمې قومي مشر مرادي هم غونډه کې خبرې وکړې او د ولایت مقام, د معارف ریاست مشرتابه او همدارنګه د (UNHCR) دفتر له چارواکو یې مننه وکړه، چې د سیمې ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره وي.
