کندهار ولایت کې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۴۱
36

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ په مدزو کلي کې د یو باب دیني مدرسې ودانۍ، د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو تن علمي شخصیت مولوي عبدالهادي احرار په مالي مرسته جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مدرسې دغه ودانۍ ۹ درسي خونې، یو احاطوي دېوال او د څښاک پاک اوبو لپاره یو حلقه څاه لري.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د خلکو له ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له زده‌کوونکو او ښوونکو څخه غواړي، ترڅو د خپلو تعلیمي مرکزونو د تجهیزاتو او تاسیساتو ساتنې او سالمې استفادې لپاره جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS