کابل ولایت کې د څه باندې ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۴۸
142

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې د کابل ولایت موسهي او شکردرې ولسوالیو اړوند ۳ بابه ښوونځي بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د مسئولینو په وينا، د يادو ښوونځيو د بيارغونې ټول لګښت ۴ مېليونه ۳۱۲ زره ۸۵ افغانۍ وو، چې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

د يادو تعلیمي مرکزونو د بيا پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې مسئولينو ترڅنګ، يو شمېر علماءکرامو او د خلکو استازو هم ګډون درلود.

ويناوالو د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې د پوهنې رول مهم وباله او له والدينو يې وغوښتل چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځيو ته واستوئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS