ډايکنډي ولايت کې يو ورځنى روزنيز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۴۳
ډايکنډي ولايت کې يو ورځنى روزنيز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت،ډایکنډي : د ډایکنډي ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتو نو ریاست لخوا د دې ولایت پوهنې ریاست کې د اجرااتو ارزونې د نوې کړنلارې په اړه ورکشاپ جوړ شو.

د ډایکنډی ولایت پوهنې رئيس رحمت الله سیرت د یاد ورکشاپ د جوړولو په پار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست له همکارۍ مننه وکړه ، او وې ویل: د پوهنې ریاست ټول کارکوونکي به هڅه وکړي څو د دې میتود په زده کولو سره ، ټاکل شويو موخو ته د رسيدو په پارخپلې دندې په وخت سره ترسره کړي.

او دا کار له هر کارکوونکي سره مرسته کوي څو د خپلو دندو او مسؤلیتونو په وړاندې مسؤل اوسي.

همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت د ارزونې کار پوه ښاغلي میثم فاطمي هم د اجرااتو ارزونې نوى پلان د ملکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ، د خدماتو د وړاندې کولو او د ښيې حکومتولۍ د اصل په عملي کولو کې خورا ګټور وباله.

په دې یوه ورځني ورکشاپ کې ، د پوهنې ریاست له ټولو برنامو څخه ۹۰ تنو کارکوونکو ګډون درلود چې د پلان جوړولو، څارنې ، راپور ورکولو او د ارزونې څرنګوالي په هکله يې اړينې زده کړې تر لاسه کړې.

د یادولو وړ ده د کړنو د ارزونې نوی میتود ۱۳۹۹ لمریز کال کې منظور شوی او دا پلان به د ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د ملکي خدمتونو په ټولو څانګو کې پلى شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

په کندهار ولایت کې د مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د سوېل لوېدیز زون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د مسلکي انکشاف غړو لپاره د ظرفیت لوړونې ۶ ورځنی سیمینار په رسمي ډول په کندهار ولایت کې پیل شو.
په دې علمي ناسته کې د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱
Background image

په تېرو ۵۰ ورځو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد ولایت معارف‌پالو خلکو له لوري په نږدې دوه مياشتو کې شاوخوا ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ له پوهنې ریاست سره مرسته شوې ده.
دغه مرستې د پوهنې. . .

BACK TO NEWS