ځاځي آریوب کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

moeadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۹ - ۱۴:۳۴
MOE

د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځب وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د موسم له برابرېدو سره سم به یې رغنیزې چارې پیل شي.

یاده ودانۍ به د احاطې دېوال او نورو آسانتیاو ترڅنګ ۶ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
ښاغلي ځاځي د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار 


اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ومومي.
د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS