پکتیکا کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګول کیږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۴:۲۳
تطبیق پروسه واکسیناسیون در معارف پکتیکا

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګولو بهیر د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ پیل شو.

د عامې روغتیا ریاست ژمنه وکړه،چې د پوهنې ریاست په همکارۍ به د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست کابو ۵۰۰۰ کارکوونکو او ښوونکو ته کرونا وایروس واکسین لګوي.

د پوهنې رئیس محراب الدین شفق د عامې روغتیا ریاست څخه مننه وکړه چې په یاد ولایت کې یې د پوهنې کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ پیل کړه.

نوموړي د پوهنې له ټولو کارکوونکو غوښتنه وکړه چې واکسین وکړي او د عامې روغتیا ریاست لارښوونې په پام کې ونیسي ، څو د یادې ناروغۍ له ګواښونو خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS