پکتیکا په ښوونځیو کې ۶۰ قراردادي ښوونکي ګومارل کېږي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۱:۵۵
پکتیکا په ښوونځیو کې ۶۰ قراردادي ښوونکي ګومارل کېږي

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا د پوهنې ریاست په خپلو ښوونځیو کې د ۶۰ تنو قراردادي ښوونکو د ګومارنې لپاره ازموینه واخېسته.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې ریاست مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.

په دغه آزموینه کې ۶۰ تنو د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دندو وګمارل شي.

د پوهنې رییس د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS