پکتیکا ولایت کې د ۸۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مدرسې او ۹ بابه ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۵۰
kjnj
د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د لارښوونې پر بنسټ، د هېواد لرو پرتو او محرومو سیمو ته د ښوونیزو مرکزونو د پراخولو په موخه، پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په پینځو سرحدي ولسوالیو (وازېخوا، اوړمې، تروې، برمل او شکین) کې د یوې مدرسې او ۹ بابه ښوونځيو د ودانیو رغولو چارې د ۸۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د يادو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې د پکتيکا ولايت والي مولوي عبدالخالق عابد، پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، علماءکرامو او د سیمه ییزو ادارو يو شمېر مسئولينو برخه اخيستې وه.
په پیل کې د یاد ولایت والي وویل: ا.سلامی امارت ژمن دی، تر څو د پوهنې په ګډون په ټولو برخو کې خپلو هېوادوالو ته ښه چوپړونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، «موږ په پکتیکا ولایت کې د پوهنې وزارت له ټولو پلانونو او پروګرامونو څخه بشپړ ملاتړ کوو او د هغو په پلي کولو کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوو.»
همدارنګه نورو ويناوالو د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې د ښوونې او روزنې ګټې بيان کړې، ویې ويل: د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ يوازینۍ لاره د باکيفيته ښوونيز نظام شتون دى او موږ د پوهنیز نظام په پیاوړتیا او بډایه کولو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو مننه کوو.
په ورته مهال د خلکو يو شمېر استازو او علماءکرامو هم د پوهنې وزارت کړنې وستايلې او له هغوی يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې د ځانګړې پلان له مخې به د يادو ښوونیزو مرکزونو د جوړېدو چارې تر شپږو کاري میاشتو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS