پکتیکا ولایت کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم قرارداد لاسلیک شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
8

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او اساسي بیارغونې قرارداد له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ.
د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴ میلیونه افغانۍ دی، چې له مخې به یې د ۸ بابه ښوونځیو او یوې دیني مدرسې ودانۍ ترمیم شي.
د پکتیکا د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د دغې پروژې ترمیماتي چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په پایله کې به زده‌کوونکي له مناسب ښوونیز چاپېریال څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

په دې توګه د ملي تدارکاتو ریاست د ۲۰۵۸۰ ګڼې، ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې، د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان ښوونځیو ته جذبېږي

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له لوري ملک ته د راستنېدونکو کډوالو له ډلې د ۱۲۵ تنو ماشومانو د ښوونیزې کچې د تثبیت په موخه، له اووم تر دولسم ټولګي پورې د شاملېدو ازموینه واخیستل شوه.
د یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۰
Background image

پوهنې وزارت له لوري د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري توکو وېش بهیر پیل شو

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست لخوا، د یاد وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولايت او ښار پوهنې رٸيسانو، د ساينس مرکز او ځينو مرکزي رٸيسانو په حضور کې، د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو. . .

BACK TO NEWS