پکتیکا ولایت کې د نجونو يو نوى ښوونځى پرانیستل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۱۲
پکتیکا ولایت کې د نجونو يو نوى ښوونځى پرانیستل شول

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مټا خان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د التقوا په نوم د نجونو يو ښوونځى د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر، د مټاخان ولسوالۍ ولسوال عبدالقهار همتیار، د سیمې قومي مخورو، ځوانانو او د رسنیو استازو په ګډون سره پرانيستل شو.

د دې ښوونځي د پرانیستې په پار د سیمي قومي مخورو د پکتیکا د پوهنې ریاست نه مننه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې یې د نجونو لومړنى ښوونځى پرانيست.

همداراز دوى د سیمي له يوه اوسیدونکي حاجي انور نه هم مننه وکړه چې خپله شخصي ځمکه يې ښوونځي ته ورکړې.

د مټاخان ولسوالۍ ولسوال عبدالقهار همتیار وویل: د ویاړ ځای دی چې په دې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځى پرانيستل کیږي.

نوموړي هم د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست کړنې وستایلې او د فقیر کلا د سیمو اوسیدونکو سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

همداراز د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر هم د مټاخان ولسوالۍ خلکو ته د پوهنې په برخه کې د هر ډول مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: د ویاړ ځای دی چې د التقوا د نجونو ښوونځي کې به د دې سیمي شاوخوا د ۲۰۰ کورنیو نجونې زده کړې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS