پکتیا کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي‎

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۳:۳۹
پکتیا کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي‎

پوهنې وزارت_پکتیا: د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال الحاج مطیع الله فضلي په احمدخیلو ولسوالي کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د حسن خېلو عالي لیسې ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي په همدې مناسبت وویل: ((د پوهنې ریاست به په متوازن ډول د ټولو سیمو هغو زده کوونکو ته د زده کړو مصؤن چاپیریال برابر کړي، کوم چې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، دا زمونږ ګډ پلان دی او همدې ته به د زړه له کومې کار کوو)) دا ښوونځی به په دوه پوړونو کې وي او ټولټال به ۲۴ درسي خونې ولري ددې تر څنک به احاطه، د پاکو اوبو اسانتیاوې او کمپیوټر لېب سربیره نورې اړیني اسانتیاوې هم ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS