پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د اریک لورین سره په لیدنه کي د افغانستان په ولایتونو کي د "British Council" له لوري د نښلونکو ټولګیو ( Connecting Class) د جوړیدو غوښتنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۴:۴۸
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د اریک لورین سره په لیدنه کي د افغانستان په ولایتونو کي د "British Council" له لوري د نښلونکو ټولګیو ( Connecting Class) د جوړیدو غوښتنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د "British Council" له رئیس اریک لورین سره په لیدنه کي د افغانستان په ولایتونو کي د نښلونکو ټولګیو ( Connecting Class) د جوړیدو غوښتونکي شو.
په دې غونډه کې چې نن د چنګاښ ۱۹ پوهنې وزارت کي تر سره شوه ، ډاکتر بلخي وویل چې موږ د "British Council" څخه په دوه برخو کې "د نورو هیوادونو له مدرسو سره د افغان مدرسو نښلول" او "په مدرسوکې د انګلیسي زده کړو لپاره د ټولګیو تنظیمولو غوښتونکي یو.
همدارنګه پوهنې وزیر په جنوري میاشت کی انګلستان ته د خپل وروستي سفر او د "British Council" له چارواکو سره لیدني ته اشاره وکړه او د افغانستان په رسمی ژبو د کیمبرج درسي کتابونو ژباړي په اړه د ترسره شویو خبرو د جدي تعقیب غوښتنه وکړه.
اریک لورین په دي لیدنه کي د پوهنې وزارت سره په لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او د پوهنې وزیر له لوري د یادو سپارښتنو د څارلو وعده ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS