پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو «۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان کړل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۳۴
3215

د پوهنې وزارت له لوري د آزموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو « ۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» په دوو پړاوونو کې د آزادې سیالۍ په موخه د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان ته وسپارل شول.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د آزموینو ملي ادارې سرپرست الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت ځینو مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو حضور درلود.

د غونډې په پيل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د یادو بستونو پر اعلان خوښي څرګنده او ویې ویل، نن هغه ورځ ده، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د قوي رهبرۍ په استازیتوب او د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ، د ښوونکو او اداري کارکوونکو اړوند۸۱۵۶بستونه د آزاد رقابت په موخه اعلان ته سپارو، تر څو په پوره روڼتیا سره وړ کادرونه په یادو بستونو کې وګمارل شي.

دغه راز د آزموینو ملي ادارې سرپرست د افغان ملت د تېرو څو لسیزو د بدمرغیو اساسي علت د معیاري ښوونیز نظام نشتوالی وباله او زیاته یې کړه، دا چې د معارف بنیاد جوړول د مسلکي اشخاصو په جذبولو کې دی، له نېکه مرغه اوسمهال د اوسني ښوونیز نظام مشران همدغو ترخو تجربو ته په کتلو ژمن دي، تر څو وړ او بااستعداده کسان د آزاد رقابت له لارې په تعلیمي بنسټونو کې وګماري.

د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب د یادې غونډې برخه والو ته د ښوونکو او اداري کارکوونکو د بستونو د معیارونو او څرنګوالي په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۲
Background image

نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو

د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د. . .

BACK TO NEWS