نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو
د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زدهکړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې وزارت د آزموينو کمېټې رئيس محترم مولوي عبدالواحد واحديار مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ياد بهير په اړه معلومات وړاندې او له ګډون والو وغوښتل، ترڅو له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
په ورته مهال نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د ښوونې او روزنې په ارزښت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د خپلو زده کړو په سر ته رسولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي، تر څو خپلو خلکو او هېواد ته د لاښه خدمت جوګه شي.
په پام کې ده چې ګډون وال به له ارزونې او د معیاري نمرو له ترلاسه کولو وروسته، د ښوونځیو په اووم تر دولسم ټولګیو کې شامل شي.
د یادونې وړ ده، له تېرو کلونو راپدېخوا، په کابل کې د پورته ذکر شوې ازموینې دا ۴۲م پړاو دی، چې په ترڅ کې یې له شاخوا ۹۷۰۰تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې او هغوی د خپلو تحصیلي درجو سره سم په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل شوي دي.
