په کونړ کې د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د والیبال ټورنیمنت پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۲:۱۴
په کونړ کې د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د والیبال ټورنیمنت پیل شوې

د پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې رياست په مشرۍ او د يونسيف ادراې په هر اړخيزې همکارۍ د تجربوي لېسې په انګړ کې د واليبال ټورنمېنټ پيل شو.
د پوهنې د رييس استاد مجيب الرحمان همدرد په وينا یاد ټورنمېنټ د ماشومانو د حقونو د نړيوال کنوانسيون (CRC) د دېرشمې کليزې په وياړ جوړ شوی دی.دغه ټورنمېنټ به درې ورځې دوام ولري او چې دا ټورنمېنټ د ماشومانو د حقونو د نړيوال کنوانسيون (CRC) د دېرشمې کليزې په وياړ جوړ شوی دی. چې اته لوبډلې په کې ګډونوالې دي چې درې يې له مرکزه او پينځه يې له ولسواليو غوره شوي دي. د پوهنې د رييس په خبره د دې ټورنمېنټ هدف د ماشومانو د زده کړو حق ورکول، د هغوی روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کول او په ټوله کې د ماشوم د ښې روزنې او پالنې په مانا دی. هغه دا هيله هم څرګنده کړه چې ټولې لوبډلې د صميميت او ورورولۍ په فضا کې سيالۍ وکړي او د سپورتي اخلاقو زده کړه هم په کې ترلاسته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS