په کندهار ولایت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۲۳:۲
32

د کندهار ښار شپږمې ناحيې اړوند د زيارت په سيمه کې، د قلعه عرب د نجونو لېسې ودانۍ تر رغولو وروسته، د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي، علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ياد ښوونځی په ۵ زره ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې درسي خونې، دفترونه، کمپيوټرونه، لابراتوارونه او د لوبو ډګر لري او په يو وخت کې د یو زره ۵۰۰ تنه زده کوونکو ظرفيت لري.

د دغه ښوونځي د ودانۍ ټول لګښت ٢٧٤ زره ٩٧٦ امريکايي ډالره وو، چې د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنست له خوا ورکړل شوی دی.

د پوهنې وزارت مشرتابه د مرستندویه بنسټ د دفتر له مسئولینو او ګرانو هېوادوالو څخه چې د پوهنې د پراختیا په برخه کې له یاد وزارت سره همکاري کوي، مننه او قدرداني کوي.

د کندهار پوهنې رئيس د هېواد د ماشومانو لپاره د علم او پوهې د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل اولادونه د زده کړو په موخه ښوونيزو بنسټونو ته ولېږي.

دغه راز نوموړي د مسئولينو او زده کوونکو له خوا د ښوونځيو د وسايلو پر ساتنې او پالنې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس هلمند ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت یو پلاوی، د دغه وزارت د څېړنې او ارزونې د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل مدني په مشرۍ د ښوونکو د ګمارنې بهیر د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته. . .

BACK TO NEWS