په کابل کې د قطر سفارت پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل
په کابل کې مېشت د قطر سفارت سلاکار ښاغلي مردف القاشوطی او ورسره مل پلاوي، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله اغا سره په کتنه کې، د افغانستان له پوهنیز نظام سره د یاد هېواد د مرستو او یو شمېر د علاقې وړ موضوعاتو په تړاو نظرونه تبادله کړل.
د .ا.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د دواړو هېوادونو د مسلمانو ملتونو مشترکاتو ته په اشارې سره د افغانستان د پوهنې په پیاوړتیا کې د قطر له مرستو مننه وکړه.
ورپسې د قطر سفارت د پلاوي رئیس د پوهنې وزارت له کړنو او فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به هر ډول همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست د افغانستان له ښوونیز نظام څخه د قطر هېواد د لازیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
