په ښوونځيو کې د کرونا ویروس د خپریدو او مخنیوي روغتیایي پروګرامونو ګټورتیا د لوړولو په موخه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو ترمینځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو
پوهنې وزارت – کابل: په ښوونیزو مرکزونو او ښوونځيو کې د کرونا ویروس د خپریدو او مخنیوي روغتیایي پروګرامونو ګټورتیا د لوړولو په موخه د پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت ترمینځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ترمینځ لاسلیک شو.
پوهنې وزیر د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال وویل چې دا هوکړه لیک د پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت ترمینځ د ګډو همکاریو چوکاټ مشخص کوي، چې په دې کې معالجوي او مخنیونکي خدمتونه په ځانګړې توګه د هیواد اوسني موقعیت ته په کتو د کرونا ویروس د خپریدو او مخنیوي موضوع ، تغذیه، د ښوونځيو روغتیایي چاپیریال، حفظ الصحي اسانتیاوې، روغتیایي ښوونې، فزیکي فعالیت، د مشورې ورکړې، ټولنیز او روان پوهنې، په روغتیایي خدمتونو کې د ټولنې او کورنیو داخلول، حکومت ولۍ او اداري پراختیا شاملې دي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزیر په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دنده لري چې د وقایوي او مخنیوي مختلفو پروګرامونو له لارې ټولو هیوادوالو ته د روغتیا ساتنې باکیفیته خدمتونه وړاندې او په ټول هیواد کې په ځانګړې توګه زده کوونکو او ښوونځيو ته غوره روغتیايي شرایط چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک موده ۵ کاله ده او د عملیاتي پلان پلي کولو لپاره لازمه بودجه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو له عادي او پراختیایي بودجې څخه ورکول کیږي.
