په پکتیا کې د خپلواکۍ ۱۰۰ مې کلیزې په مناسبت د کرکټ او فوټبال سیالۍ پرانستل شوې
دپکتیا ولایت د پوهنې ریاست په نوښت په هیواد کې د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د ګردیز ښار په تجربوي عالي لیسه کې د کرکټ او فوټبال سیالۍ پرانېستل شوي.
په همدې تړاو جوړه شوي غونډه کې د پوهنې رییس کوچي ځاځي زده کوونکو ته د ستر غازي امان الله خان د ارمانونو او روڼ فکر په تړاو خبرې وکړې او دوی ته یې د ښه راتلونکي په پار سپارښتنه وکړه تر څو منظمې زده کړې وکړي. او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د خپل باارزښته وخت څخه ګټه پورته کړئ تر څو ددې هیواد اتل بچیان شي.
همدار نګه د پوهنې رئیس د بدني روزنې له آمریت او د هغوي له کارکوونکو یی مننه وکړه،چې پر وخت او زمونږ سره په همغږۍ د زده کوونکو د ښه صحت په پار سیالۍ ترتیبوي.
یادې سیالۍ چې د مرکز اړوند ښوونځيو تر منځ به ترسره کیږي په کې به ۵۲ د کرکټ او ۵۲ د فوټبال لوبډلې لوبیږي.
