په پوهنې وزارت کې د ډریورانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۴۳
په پوهنې وزارت کې د ډریورانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د افغانستان د کابینې د تېر کال د ۳۲ ګڼې د پرېکړه لیک د عملي کولو په موخه د رسمي ادارو د ډریورانو د مهارتونو د لوړولو، په سړکونو کې د ترافیکي پېښو د کمولو او د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو د مراعتولو په موخه د ترانسپورت او د کابل ښار د ترافیکو ریاست د مسلکي روزنکو له لوري جوړ شو.
په یاد سیمینار کې ګډونوالو ته ترافیکي اصول او ترافیکي نښانونه، تدریس او همدارنګه د تخنیکي روزنکو له لوري د وسایطو د ساتنې او څارنې په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS