په ولایتونو کې له پوهنې سره د خلکو ملاتړ دوام لري

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۳۶
wert

ننګرهار: __ دننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند یو تن معارف دوست شخص د ۲۰ زره افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ د جوکان لېسې اوبو رسولو سیسټم په تخنیکي وسایلو سمبال کړ. __ همدارنګه د ياد ښوونځي شورا هم د ١٨ زره افغانيو په لګښت یو پایه کمپيوټر سره د ټولو وسايلو وپېره او له دې لېسې سره يې مرسته وکړه. لوګر: د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د کلنګار ښوونځي لپاره د پاکو اوبو یو حلقه څاه کیندلو په برخه کې، دوو تنو هېوادوالو چې په بهر کې اوسېږي، د ۴۰ زره افغانیو مرسته وکړه. د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام په برخه کې د علم پروره خلکو له مرستو ملاتړ او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS