په ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه
نورستان:
د نورستان د پوهنې ریاست د څارنې آمر رحمت الله مبارز له ګمارل شوي ټیم سره د دې ولایت د کامدیش او برګمتال ولسوالیو د پوهنې له ټولو اداري او تدریسي څانګو څخه لیدنه او څارنه وکړه او د یادو ادارو ستونزې او اړتیاوې یې یاداشت کړې، ترڅو د دې ولایت د پوهنې له ریس سره یې شریک کړي.
میدان وردک:
د سیرت النبی سیالۍ چې څه موده وړاندې د میدان وردګو ولایت د الفتح مرکزي دارالعلوم او د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، پایلې یې اعلان شوې.
په دې سیالیو کې ناصریان لېسې لومړی مقام، افغان ترک لېسې دویم او درېیم مقام ته ورسېدل، چې له لومړي څخه تر درېیم مقام ګټونکو ته ټیلیفونونه او درسي توکي ورکړل شول.
لغمان:
د اصحاب الصحفه د څلور نیم میاشتني جهادي مدرسې پایلې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې چې په دې مراسمو کې د لغمان والي، د پوهنې ریاست مسوولینو، امنیتي ادارو او د سیمې خلکو په کې ګډون کړی وو.
د دې ولایت والي قاري زین العابدین عابد د دې دیني مدرسې له ښوونکو څخه د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې د یو پوه او بیدار نسل په وده کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې آمر مولوي امرالله ذاکري د وزير فتح خان هلکانو لېسې، احمدشاه شهيد، او خاتم الانبياء هلکانو له لېسو څخه ليدنه او څارنه وکړه او د يادو ښوونیزو مرکزونو له ښوونکو او زده کوونکو سره يې د ښوونيزو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
کابل:
د ماشومانو ملاتړ موسسې له لوري د کابل ولایت د فرزه ولسوالۍ د ګړندي زده کړو د نهم ټولګي د زده کوونکو پر والدینو ۷۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې د مسوولینو له خوا یې تود هرکلی وشو.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د کارکوونکو د موټرو لپاره تمځای جوړ شو. دغه تمځای د همدې رياست له بودجې څخه د دغه ولايت د پوهنې رئيس په هڅو جوړ شو.
میدان وردک:
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د انبوخاک کلي د انس ابن مالک مدرسې لس تنو ښوونکو ته لنګوټې ور په سر کړې.
په دې اړه په ياد شوي ځاى کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ديني عالمانو فارغو شويو فارغينو ته د مبارکۍ ترڅنګ له ځايي خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه د ديني علم د زده کړې په موخه مدرسو ته واستوي.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوي عبدالصبور فريد د کانکور د ملي ازموينو د ادارې له مشر پوهاند عبدالقدیر خموش سره وکتل او له هغوى يې وغوښتل چې د ازموينې د پايلو د ژر اعلانولو په برخه کې د بلخ له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي.
جوزجان:
د جوزجان د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد د مدرسو د ستونزو د څېړلو په موخه د دغه ولايت قرقين ولسوالۍ ته تللى و، چې له يادو مدرسو د ليدنې پر مهال يې د دې ولسوالۍ له يو شمېر مدرسو سره نغدي مرسته هم وکړه.
لغمان:
د لاس مينځلو نړيواله ورځ د لغمان ولايت د پوهنې په رياست کې د دولتي چارواکو او پوهنې د مسوولينو په حضور کې ونمانځل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه پروګرام له پلي کېدو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې له ټولو څخه وغوښتل، ترڅو د خپل چاپیریال پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
