په ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو خبرونه
بلخ:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او ورسره مل پلاوي په مزارشریف کې د اسدیه له دارالعلوم، جلالیه دارالعلوم او د فیض العلم دارالعلوم له مسوولینو او استادانو سره یې وکتل او د دیني مضامینو په برخه کې یې د نویو کړنلارو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ. او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې ورته وکړي
میدان وردګ:
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي مطیع د خپل پلاوي په ملتیا د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ د پوهنې آمریت او د دې ولسوالۍ له اړوندو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او زده کوونکي یې د علم زده کړې ته وهڅول او ښوونکو ته یې وویل، ترڅو د پوهنې په برخه کې صادقانه خدمت وکړي.
لغمان:
یونیسف موسسې د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د میا صاحب د نجونو په ښوونځي کې او د میا عبدالکریم د هلکانو په ښوونځي کې د ژورو څاګانو په کیندلو، د اوبو د ذخیره کولو او د سولر تختو په نصبولو سره د لاس مینځلو پروګرام پلی کړ.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس شاه جهان ساجد د دې ادارې له مسوولینو څخه د مننې په ترڅ کې په لغمان کې د پوهنې په برخه کې د پرمختیايي پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
له بلی خوا:
د همدې ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې په آمریت کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
همدارنګه:
د ACDO انستیتیوت د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ۲۲ ښوونیزو کورسونو لپاره درسي کتابونه او کتابچې وویشلې.
په یو بل خبر کې:
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د پوهنې د څارنې له ټیم سره یو ځای د " نوبا نمبر ۲ " او د درنګي نسوان ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د ستونزو، نیمګړتیاوو او اړتیاوو په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
بلخ:
د بلخ ولایت د پوهنې سرپرست مولوي غفران هجرت د دغه ریاست د اسلامي زده کړو له مرستیال مولوي عبدالصبور فرید سره د مزارشریف په استقلال، سلطان رضیه او فاطمه بلخي لېسو کې د ښوونکو د ازموینې د بایومټریک له بهیر څخه څارنه وکړه.
له بلی خوا:
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس له خپلو منسوبینو سره یو ځای په مزارشريف ښار کې له فهيم بلال يتيم خانې څخه د ليدنې پر مهال هغه جامې وويشلې، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو وزارت په مالي مرسته د دغه يتيم خانې د يتيمانو لپاره جوړې شوې وې. .
دایکنډي:
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست ۱۷ ورځنی سیمینار، چې د ۴۲۶ تنو سیمه ییزو ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د آرسو موسسې له خوا په لاره اچول شوی و، پای ته ورساوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي مولوي رحمت الله مدثر د پوهنې د کیفیت او ظرفیت لوړولو په موخه د دا ډول پروګرامونو جوړول مهم او اړین وباله.
لوګر:
د لوګر په مرکز کې د بابوس هلکانو لېسې لپاره د ښوونکو، د سیمې د خلکو او د زده کوونکو د والدینو له خوا د ۸۵ زره افغانیو مرسته وشوه.
د مسوولینو په وينا، يادې شوې پيسې د دې ښوونځي د زده كوونكو لپاره د چوکیو او میزونو په اخیستلو او د ژورې څاه په کیندلو ولګول شوې.
همدارنګه:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو رياست له لوري د دغه ولايت په مرکز پل علم کې له څلور لیلیه لرونکو خصوصي مدرسو سره نغدي مرسته وشوه.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي شهاب الدين ثاقب د جامعة الصادقيه، جامعة فيض العلوم الاسلامية او نعمانيه مدرسو څخه ليدنه او څارنه وکړه او د يادو مدرسو د مسوولينو د هلو ځلو او فعاليتونو ستاينه يې وکړه او د سمون په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده: چې د يادو شويو مدرسو لپاره کومې پيسې، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت له خوا ځانګړې شوې وې د هرات ولايت د پوهنې د رييس له خوا پر دغو مدرسو ووېشل شوې.
