په هلمند ولایت کې بېوزلو زدهکوونکو ته د درسي موادو وېش ترسره شو
د هلمند ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۱۳۲۰ تنه بېوزلو زدهکوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د تقویتي زدهکړو ټولګي جوړ شوي دي.
له دغو ټولګیو سره هممهاله، د یاد بنسټ له لوري زدهکوونکو ته ۳۵ کڅوړې مرستندویه درسي توکي او ۴۰۶۶ ټوکه درسي کتابونه هم وېشل شوي دي.
د پورته ذکر شویو مرستو موخه د زدهکوونکو د زدهکړو بهیر پیاوړتیا، د زدهکړو لپاره د لا غوره اسانتیاوو برابرول او د بېوزلو زدهکوونکو ملاتړ دی.
