په هرات ولایت کې پوهنې وزارت ته څه د پاسه څلور نیم جریب ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۱
DF

د هرات ولایت د کرخ، کشک رباط سنګي، پښتون زرغون او گذرې ولسوالیو علم‌پروره اوسېدونکو، شاوخوا ۴.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې له ۲ میلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو څخه زیات دی، پوهنې وزارت ته ډالۍ کړه.
د یاد ولایت  پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د ځایي اوسېدونکو له دغه ارزښتناک اقدام څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د پورته ذکر شوې ځمکه د ښوونځیو د ودانولو او د ښوونیزو بنسټیزو د پراختیا په موخه وقف شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خلکو همکاري او ملاتړ د ښوونیز نظام د پراختیا او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو  د لا ښه لاسرسي لپاره اغېزناک بللی او د هرات ولایت د اوسېدونکو له دغې ارزښتناکې ونډې او همکارۍ څخه یې مننه کړې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

کارگاه ارتقای ظرفیت‌های مسلکی برای مسوولان مکاتب در  ولایت کابل 

ریاست تربیه معلم و انکشاف مسلکی وزارت معارف، به‌منظور ارتقای کیفیت نظام تعلیمی و تحقق اهداف تقویت ظرفیت‌های بشری، کارگاه تخصصی پنج‌روزه ارتقای ظرفیت‌های علمی و مسلکی را با هماهنگی ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۵
Background image

په هلمند ولایت کې بېوزلو زده‌کوونکو ته د درسي موادو وېش ترسره شو

د هلمند ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۱۳۲۰ تنه بېوزلو زده‌کوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د تقویتي زده‌کړو ټولګي جوړ شوي دي.
له دغو ټولګیو سره هم‌مهاله، د یاد بنسټ له لوري زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

په هرات ولایت کې پوهنې وزارت ته څه د پاسه څلور نیم جریب ځمکه وقف شوه

د هرات ولایت د کرخ، کشک رباط سنګي، پښتون زرغون او گذرې ولسوالیو علم‌پروره اوسېدونکو، شاوخوا ۴.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې له ۲ میلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو څخه زیات دی، پوهنې وزارت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS