په ننګرهار کې د ساینس او ریاضیاتو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه
د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د نازیانو او سپینغر ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو یو شمېر ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د يادې برنامې موخه، په تدریسي بهیر کې د عملي ازموینو، ازمېښتوني وسایلو او چاپېریالي موادو له اغېزمنې کارونې سره د ښوونکو بلدتیا ده، څو وکولای شي درسي موضوعات په عملي، ساده او اغېزمنه توګه زدهکوونکو ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز بهیر به په تدریجي ډول د ننګرهار ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي، ترڅو د ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.
