په لوېدیځه حوزه کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه
د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د وړتیا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي د لوی رئیس او د یادو ولایتونو د پوهنې مسوولینو په ګډون، د کندهار ولایت په مرکز کې درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي مولوي اولګل ایوبي د ښوونیز کیفیت لوړولو په برخه کې پر چټکو او اغېزناکو هڅو ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې مسلکي دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ټاکل شوې ده، چې ګډونوال به د دغې علمي او روزنیزې برنامې په لړ کې د بېلابېلو علمي او مسلکي موضوعاتو په اړه روزنه او نوې تجربې ترلاسه کړي، څو وکولای شي په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
