په لوګر کې د سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۸ - ۹:۴۵
په لوګر کې د سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې

 لوګر ولایت کې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د سامع زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر په رسمي ډول پیل شو. 

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي ، د نظارت آمر عنایت الله خالد، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر محمد یعقوب اورمړ او د ازموینې ګډونوالو برخه اخیستې وه. 

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د ازموینې له ګډونوالو د ازموینې د ښه نظم ساتلو او د ازموینې له مؤظفې کمېټې یې د ازموینې د روڼتیا غوښتنه وکړه.  

د دې ازموینې د اخیستلو بهیر د پوهنې وزارت د نوې را لېږل شوې کړنلارې له مخې پیل شو،چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.

په یاده ازموینه کې په شرایطو برابر شاوخوا ۶۵ زده کوونکو برخه اخیستې ده، چې له ۷ ټولګي څخه نیولې تر۱۲ټولګي پورې سامع اوهغه مجاهدین زده کوونکي دي،چې د امنیتي ستونزو له امله محروم پېژندل شوې دي. 

سامع ازموینې له هغو زده کوونکو څخه اخیستل کېږي، چې هر کال د عمر د لوړوالي، د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپلو زده کړو ته دوام ورکولی نه شي، د تعلیمي کال د پیل په لومړیو کې یې ځانونه له ښوونځي څخه منفک کړي 
وي او بیا د تعلیمي کال په پای کې دغه ازموینه ترې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS