په لوګر ولایت کې د یو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۲:۲۳
9887

د پوهنې له لویې کورنۍ سره د خلکو د مرستې او همکارۍ په دوام، دا ځل د لوګر ولایت د پوهنې دوست یو شخصیت د یاد ولایت مرکز اړوند د هارون خېلو په سیمه کې یو باب ښوونځی جوړوي.
د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره د لوګر پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي، علماوو، قومي مشرانو او د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د معلوماتو له مخې د یاد ښوونځي ټول لګښت یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، چې د همایون بهادر او د هغه د کورنۍ له لوري ورکول کیږي.
د لوګر پوهنې ریاست او د هغه ولایت قومي مشرانو د ښاغلي بهادر د کورنۍ دغه کړنه وستایله او دا یې صدقه جاریه وبلله.
په پام کې ده چې د ياد ښوونځي د جوړېدو چارې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې او شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته به د زده کړې سالم چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS