په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د ۳ اداري او درسي خونو جوړول پیل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۰
efw

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند په بیدک‌خېل کلي کې د حضرت عمر بن‌خطاب (رضی الله عنه) دیني مدرسې لپاره د یوې اداري او ۲ درسي خونو جوړول پیل شول.
یادې خونې د شاوخوا یو مېلیون افغانیو په لګښت په اساسي او معیاري ډول د پوهې مینه والو اشخاصو او ځایي خلکو په مالي ملاتړ سره جوړېږي.
د پوهنې چارواکو په وینا، د حضرت عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) دیني مدرسه د لوګر پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او شاوخوا ۲۰۰ تنه زده‌کوونکي پکې زده کړې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS