په لوګر ولایت کې د پنځو ښوونځیو د ترمیم چارې پاى ته ورسېدې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۱:۲۷
11

د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو او کليو کې پنځه بابه ښوونځي بياځلې ترميم او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د لوګر پوهنې ریاست مسئولین وايي: ياد ښوونځي د پوهنې وزارت له عادي بوديجې څخه د دوی د هڅو په پایله کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دوى په وينا، د دغو ښوونځيو په رغولو سره تر زرو زياتو زده كوونكو ته د زده كړې مناسب چاپېريال رامنځته شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې بياځلې رغول شوي ښوونځي د علي جان خېلو، اوريا خېلو، کوټکي، خواجه انګور او خوشحال وو، چې د خروار ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې موقعيت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS