په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۰:۲۰
16

د لغمان ولایت قرغه يي ولسوالۍ اړوند د خالق آباد کلي علم پروره اوسېدونکو د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۵ بسوې شخصي ځمکه " د جامعه دارالعلوم اسلاميه العربيه" مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه، د ياد ولایت پوهنې ریاست ته وقف کړه.

په يادو مراسمو کې د پوهنې مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو ګډون درلود.

د سيمې خلکو د هېواد له پوهنيز نظام سره پر خپل ملاتړ د ټينګار ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په نيږدې راتلونکي کې به له خپلو شخصي شتمنيو څخه د دغه مدرسې ودانۍ ورغوي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له پوهنيز نظام سره د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ د خلکو د ملاتړ او مرستو له امله مننه وکړه.

د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د خپلو خبرو په ترڅ کې له پوهنې سره مرسته يو صدقه جاريه عمل وباله.

د يادونې وړ ده، چې د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپېريال رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS