په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
گکونگک

د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
پوهنې رئیس له یادې پروژې څخه د کتنې پرمهال، د کار په سرعت او کیفیت ټینګار وکړ او د قراردادي شرکت له چارواکو یې وغوښتل چې ټولې چارې د پوهنې ریاست سره په بشپړه همغږۍ او د قرارداد سره سمې پلې کړي.
په ورته وخت کې، د قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي دا پروژه په خپل وخت او غوره کیفیت سره بشپړه کړي. د دوی په وینا، د دې پروژې کار تر اوسه پورې ۲۰ سلنه پرمخ تللی دی.
د یادونې وړ ده چې د فیروزکوه ښار د سید آباد ښوونځي ودانۍ په دوه پوړونو کې د ۱۲ درسي ټولګیو، اداري خونې او لابراتوار سره د یو ملګري سازمان په مالي ملاتړ سره د ۲۹۵ زره ډالرو په ټولیز لګښت په بشپړ او اساسي ډول جوړېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS