په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
5454

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د غزني پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیراحمد حسینی، د اقتصاد وزارت مسلکي معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د سیمې اوسېدونکو، ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون درلود.
د طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې، چې اته درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو کتابتون او د غونډو یو تالار لري او په جوړېدو سره یې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS