په غزني ولایت کې د یوه نوي منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۴
ص\بیسظزیشس

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ  جانه‌شاکي سیمې د شاکي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په يادو مراسمو کې د غزني  پوهنې رئیس، د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر، د سیمې یو شمېر ځایي مسوولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون درلود٠
یاد ښوونځی په یو نیم جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې اته درسي خونې او ټول اړین ملحقات لري. 
د دغې ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په بشپړېدو سره یې د سیمې د سلګونو ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

په غزني ولایت کې د یوه نوي منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ  جانه‌شاکي سیمې د شاکي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په يادو مراسمو کې د غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۳۵
Background image

د هرات ولایت د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د هرات ولایت د اوبې، پښتون‌زرغون او غوریان ولسوالیو د ښوونځیو د لومړي، دویم او درېیم ټولګي ۲۶۶تنوښوونکو ته «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج»تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د مینځلو مواد ووېشل شول

د زده‌کوونکو د روغتیا او حفظ‌الصحې ساتنې په موخه، د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د حفظ‌الصحې د وضعیت ښه والي لپاره ۸۰۰ کڅوړې صابون ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه. . .

BACK TO NEWS